د پلخمري ښار یو شمېر هټیوال د یوه لاریون پرمهال وايي، چې د پلخمري ښاروالۍ ترې په ناقانونه ډول پیسې اخلي او هغه هټۍ چې د هټۍ والو په وینا له نن نه شل کاله وړاندې یې په سر قلفي ډول له ښاروالۍ څخه په پیسو اخېستې وې او کال په کال یې د ځای کرایه ښاروالۍ ته ورکوله اوس پرې هره میاشت کې ښاروالي کرایه لوړوي او په وروستي اقدام کې یې ښاروالۍ دوکانونه مهرولاک کړي دي.
هټۍ وال وايي، چې اسناد هم لري او یو شمېر دولتي ادارو هم د ولسمشرۍ ماڼۍ او پارلمان له لوري فرمانونه ورکړي چې ښاروالي دې له دوی زیاته کرایه نه اخلي، خو وايي چې ښاروالي د چا فرمان هم نه مني.
دوی وايي، چې که غوښتنې یې ونه منل شي او همداسې پرې ښاروالۍ هره میاشت کې په خپل سر پرته له قانون څخه کرایه لوړه کړي دوی به په اوږدمهالو لاریونونو لاس پورې کړي.
نظام الدین حمیدي د پلخمري ښاروال وايي، چې دوی د یادو هټیو کرایه د قانون له مخې ټاکلې او یاد هټۍ وال هېڅ ډول سند نه لري چې ښاروالۍ دې دغه هټۍ په سر قلفي ډول په دوی پلورلي وي.
حمیدي شوې ادعا ګانې بې اساسه بولي او وايي کارونه یې د قانون سره سم ترسره کړي.
لاریون کوونکي وايي، چې کله ناکله د پلخمري ښاروالۍ ریاست یو شمېر کارکوونکي هم ترې په ناقانونه ډول د پيسو غوښتنه کوي او که یې ورنه کړي بیا پرې کرایه لوړوي، خو د پلخمري ښاروالي د هټۍ والو د غه ادعا ردوي.