پاکستان کې د (ای، ایس، ای) له لوري افغان سفیر عاطف مشعل سره د شوي بد چلند په غبرګون کې د افغانستان مشرانو جرګې د جدي څېړنې غوښتنه کړې او همدا رنګه د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکو هم په دې اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
مشرانو جرګه وايي، چې له افغان استازي سره د پاکستان د استخباراتي ادارې دغه کړنه هېڅ قانوني او نړۍ وال اړخ نه لري او افغان دولت باید د دې مسئلې جدي پلټنه وکړي، چې اصلآ کيسه څه ده؟
د دې جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي ویلي، چې د پاکستان هېواد له لوري د دغه ډول کړنې په غبرګون کې باید په افغانستان کې پاکستانی سفیر احضار کړای شي.
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اغلامیې په خپرولو سره په هغه هېواد کې له افغان سفیر سره شوی چلند تائیدوي او کاږي، چې له افغان سفیر سره د پاکستانيو نظاميانو لخوا بد چلند هم شوی دی.
خبرپاڼې که څه هم د دغه چلند لامل ندی په ډاګه کړی، خو د پاکستان د استخباراتي ادارې دغه کار یې له ډیپلوماټیکو اصولو سرغړونه بللې ده.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا نه مني، چې (ای، ایس، ای) دې له افغان سفیر سره ناوړه چلند کړی وي.
اعلامیه کې زیاته شوې، پاکستان ټولو نړۍ والو قوانینو ته ژمن دی، خو کابل کې یې ډيپلومټان له څو ورځو راهیسې زاورول کېږي او له افغان دولت غوښتنه کوي، چې په دې اړه دې اقدام وکړي.
بلخوا بیا د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک یو شمېر افغان کاروونکو د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري له افغان سفیر سره د شوي چلند په اړه سخت غبرګونونه ښودلي دي.
دوی زیاته کړې، چې پاکستان له یوې خوا پر سرحدي سیمو او ولایتونو بریدونه کوي او تل هڅه کوي، چې له صفري نقطې رادېخوا پاکستاني تاسیسات جوړ کړي او له بل پلوه په هغه هېواد کې د افغانستان سفير احضاروي او همدا رنګه بد چلند ورسره کوي.
د ټولنيزو رسنيو دغو کاروونکو ویلي، سربېره پر دې کړنو یې په کابل کې د خپل سفارت تړل هم په دې مانا دي، چې پاکستان له هرې لارې غواړي پر افغان دولت یو نه یو ډول فشار راوړي او همدا رنګه ولس د خپل دولت پر ضد راوپاروي، خو په وینا یې چې افغانان به هېڅکله هم داسې ګام پورته نه کړي، چې خپل نظام ته زیان ورسوي.
دوی هم له افغان دولتي چارواکو په کلکه غوښتنه کړې، چې د ( ای، ایس، ای) د دغه کړنې په غبرګون کې پاکستانی سفیر په افغانستان کې احضار کړي.
یو شمېر افغانانو خو آن داسې هم لیکلي او ویلي دي، چې د ( ای اېس ای ) لخوا د افغان سفیر عاطف مشعل ته توهین، د ټول هېواد توهین دی او افغان دولت باید دغه مسئله ډېره جدي ونیسې او ویې څېړي، چې په حقیقت کې خبره څه ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا وايي، هڅه کوي، چې دغه ټول مسائل وڅېړي او ژر تر ژره یوه د حل لار ورته ولټوي، تر څو په دواړو هېوادونو کې مېشتو ولسونو ته زیان ونه رسېږي.