جمعه, اکتوبر 19, 2018
Breaking News
خپرونکی : محمدالله امیني ۲۱ قوس ۱۳۹۴ / افغانستان،سیمه او نړی

له پکتیکا پوهنتون څخه په لمړي ځل ۹۵ تنه محصلین فارغ شول

دا ۹۵ تنه محصلین د پکتیکا ولایت د ښوونې او روزنې پوهنځۍ له دوو څانګو کمیا بیالوژي او فزیک و ریاضي څانګو څځه فارغ شول.
د یادو محصلینو د لمانځې په موخه جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا د لوړ پوړو چارواکو سربیره د غزني د پوهنتون استادان قومي مشران ځوانان د مدني ټولنو غړو او د فارغو شویو محصلینو د کورنۍ غړو پکې برخه اخیستې وه.
یادې غونډې ته د پکتیکا والي امین الله شارق لخوا د ولسمشر اشرف غني پیغام هم ولوستل شو.
والي امین الله شارق پخپلو خبرو کې وویل چې دا د خوشحالۍ ځای دی هغه ولایت ته چې د پوهنې په برخه کې له نورو ولایتونو کمه توجه شوې نن ترې د پوهنتون په کچه د لمړي ځل لپاره محصلین فارغوي
د نوموړي په وینا چې تل یې هڅه کړې چې په پکتیکا ولایت کې د سیمه ایزې ادارې او ولس تر منځ فاصله ختمه او د پوهنې په برخه کې یو علمي چاپیریال رامځته کړي.
نوموړي له رسنیو هم مننه وکړه چې د پکتیکا د ریښتني تصویر په وړاندې کولو کې یې هڅه کړې او خلک یې پوهې ته هڅولي دي
نوموړي په پانګوالو او سرمایه ګذارانو هم غږ وکړ چې په پکتیکا کې د علم فرهنګ د عامولو په موخه پانګونې وکړي.
د پکتیکا پوهنتون رییس پوهنیار استاد دریاخان هڅاند ننۍ غونډه د پکتیکا والو لپاره د ویاړ غونډه وبلله چې په لویه کچه ترې د لمړي ځل لپاره محصلین فارغیږي.
ده د پوهنتون د ودانۍ په اړه وویل
نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د پکتیکا پوهنتون د ښوونې او روزنې او زراعت پوهنځۍ لري خو تر څنګ یې د انجینرۍ او شریعاتو پوهنځیو وړاندیز هم شوی دی.

دیني عالم صاحب شاه د عصري علومو پر ارزښت خبرې وکړې او یاده غونډه یې لوی ویاړ وباله او زیاته یې کړه چې په عصري او دیني علومو کې باید توپیري چلند ونه شي ځکه چې اوس مهال دواړو علومو ته اړتیا لیدل کیږي
د پوهنتون یو تن استاد اجمل سایس فارغینو ته په خبرو کې وویل چې تر فراغت وروسته زیات مسولیتونه تاسو ته متوجه دي او پکار ده چې لمړی د خپل تخصص په برخه کې خپل مسولیت ادا کړی.
ده د پکتیکا پوهنتون د استادانو یو شمیر غوښتنې او ستونزې هم له ولایتي ادارې سره مطرح کړې
نوموړي وویل چې په کیفي لحاظ سره محصلین بسیا دي او هغه زده کړه چې په کابل پوهنتون کې ورکول کیږي دلته هم ورته تدریسیږي.
د یادو ۹۵ تنو فاغینو له جملې د یو محصل خپل احساسات داسې بیانوي
پکتیکا پوهنتون په کال ۱۳۹۱ کال په تدریس پیل وکړ چې دمګړۍ پکې ۱۱۰۰ محصلین د دوو پوهنځیو په ۹ څانګو کې زده کړې کوي.

Check Also

د پکتیا امنیه قومندان:د ټاکنو ورځې د امنیت خوندیتوب لپاره پوره چمتوالی لرو!

د پکتیا امنیتي چارواکي، د راتلونکي شنبې ورځې ټاکنو ته د پوره چمتوالي خبر ورکوي. …