Monday, November 19, 2018
خپرونکی: منور مبارز ۸ وري ۱۳۹۷ افغانستان، سيمه او نړۍ

د کندهار مخور له وسله والو د سولې په برخه کې مثبت ځواب غواړي

د کندهار مخورو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې په برخه کې دې د ولس غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او نوره دې جګړه ودروي.
په کندهار ښار کې دغه لسګونه مخور چې د ولایتي شورا غړي، قومي مشران او دیني عالمان په کې شامل وو، د وري په ٨ مه، د هلمند د هغه پرلت په ملاتړ راټول شوي وو چې ښځې او نارينه په کې راټول شوي او له وسله والو د سولې غوښتنه کوي.
د ولس غږ سیاسي حرکت د کمېسیون مشر دیني عالم مولوي محمد حق خطیب وویل، نور د دې وخت رارسېدلی چې وسله وال طالبان د ولس د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.
هغه زیاته کړه، ولس نور له جګړو، وژنو او ورانیو ستړی شوی او د تلپاتې سولې په ارمان دی.
دی وايي، دا د وسله والو طالبانو اسلامي او انساني دنده ده چې د ولس دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي چې حکومت او نړیوالې ټولنې هم تل بدرګه کړې ده.
خطيب وویل، په کندهار کې د ولس غږ سیاسي حرکت په هلمند کې د سولې په موخه د پيل شوي پرلت ملاتړ کوي او د هېواد په کچه د دغه ډول حرکتونو پيلېدا ته اړتیا ویني.
د کندهار د ولایتي شورا مشر حاجي سید جان خاکرېزوال هم وویل چې ښکېل اړخونه دې د سولې په نوم پیل شوو هڅو ته د شک په سترګه نه ګوري، بلکې په دې برخه کې دې د ولس غوښتنې ومني.
هغه زیاته کړه، سوله د ټول ولس اړتیا ده او د پردۍ تپل شوې جګړې د مخنیوي یوازینۍ لار ده.
نن پنځمه ورځ ده چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې لسګونو نارینه او ښځو (طالبه نور به سوله کوې) تر سرلیک لاندې د پرلت خېمه درولې ده.
هغوی له هغه وروسته دغه پرلت پيل کړ چې د نوي لمریز کال په درېیمه په لښکرګاه کې د یوه لوبغالي مخ ته ځانمرګى بريد وشو او په کې تر۶۰ زياتو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پرلت برخه والو ویلي چې د وسله والو تر واک لاندې سیمې ته به ځي او له هغوی به مخامخ د سولې غوښتنه کوي.
بل خوا وسله والو طالبانو په هلمند کې د خلکو له خوا د سولې په اړه پيل شوي پرلت ته د یوې خبرپاڼې په خپرولو ځواب ویلی.
د دغې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دوی د هلمند د خلکو د سولې خوځښت ستايي خو همدا خوځښت دې لومړی د ښوراب،بګرام او کندهار په هوايي ډګرونو کې د مېشتو بهرنيو پوځي اډو ته سر ورښکاره کړي او له هغوی دې وغواړي چې بمبارۍ او افغان وژنه دې بنده کړي.
د هغه په وینا، طالبان تر هغه له افغان حکومت سره خبرو ته تیار نه دي چې امریکايي ځواکونه یې په خوا کې ولاړ وي.
افغان حکومت لا له وړاندې د کابل پروسې په غونډه کې طالبانو ته د سولې يوه بېسارې طرحه وړاندې کړه چې تراوسه طالبانو ورته د هو يا نه ځواب نه دی ويلی.

Check Also

پکتیکاوال: د رایې شمېرنې پروسه په شفاف ډول مخې ته ځي

د پکتیکا اوسېدونکي نوماندانو ناظرین له بیا ځلې رایې شمېرنې خوښ دي او د ټاکنو …